Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63967
تاریخ انتشار : پنج شنبه 31 زمری 1398 ساعت : 19:01:50

روحانی: له ایټمی موافقې د امریکا وتل لوظ ماتونه او اقتصادی ترهه ګری ده

امریکا له دوکلونو مخکې د ایران پرضد روانی ، سیاسی او بیا اقتصادی جنګ پیل کړی خو اسلامی ایران هیڅکله د دښمنانو له دسیسو غفلت ندی کړی او هغو په وړاندې دریدلې دې.

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی نن په ایران کی د دفاعی صنعت ورځې د لمانځلو په دستورو کی زیاته کړه امریکا له دوکلونو مخکې د ایران پرضد روانی ، سیاسی او بیا اقتصادی جنګ  پیل کړی خو اسلامی ایران هیڅکله د دښمنانو له دسیسو غفلت ندی کړی او هغو په وړاندې دریدلې دې.

د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی امریکا له ایټمی موافقې په وتلواو د ایران د ملت پرضد د بایکاټ او دباو په راوستلو سره ځان لپاره تاریخی شرم اخیستې دې ، جوته کړه امریکا باید پوهه شی چی په سیمه کی د امنیت او ثبات د تامینولو یوازنۍ لاره د ایران د اسلامی جمهوریت په وړاندی ادب او تواضع ده او له ایران پرته به د سیمې امنیت رامینځته نشی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.