Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63969
تاریخ انتشار : يکشنبه 3 وږی 1398 ساعت : 18:58:32

دیمن پوځ دعربستان په هوایی ډګر برید کړی

المسیره ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن پوځ او ولسی کمیټیو په قاصف دوه کی (Qasef-2K) بې پایلوټه الوتکو سره د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت د ابها(Abha) په نړیوال هوایی ډګر برید وکړ .

دیمن دپوځ ویاند یحیی سریع وویل په ابها هوایی ډګر د قاصف دوه کی (Qasef-2K) بې پایلوټه الوتکو دقیقه حمله ددغه هوایی ډګر په الوتونو کښې د ګډوډۍ درامینځته کیدا سبب شوی ده .

هغه وویل په ابها هوایی ډګر حمله د سعودی عربستان جنایتکارانه اقداماتو ،  دیمن دخلکو د کلابندۍ دوام او دریاض  پرله پسې هوایی حملو ته په ځواب کښې شوی ده .

په تیرو اونیو کښې د یمن ولسی کمیټیو او پوځ په ځلونو  دسعودی عربستان په ابها هوایی ډګر بریدونه کړی دی .

سعودی عربستان دغه هوایی ډګر د جنګی الوتکو د چمتوکولو او ملاتړ لپاره کاروی .

سعودی عربستان څه دپاسه څلور(۴) کاله کیږی چې دیمن په بیلابیلو سیمو بمبارۍ کوی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.