Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63970
تاریخ انتشار : يکشنبه 3 وږی 1398 ساعت : 19:00:36

د اسلامي همکاریو پراختیایي بانک په افغانستان کې یو سل بستریز روغتون او ۴ کلینیکونه جوړوي

د ولسمشر غني په حضور کې د اسلامي پراختیایي بانک رئیس ډاکټر بندرالحجار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمدهمایون قیومي په افغانستان کې د یو سل بستریز روغتون او څلورو کلینیکونو د جوړولو موافقتنامه لاسلیک کړه.

د ارګ له لوري خپره شوې خبر پاڼه وایي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ نن سهار په جده ښار کې د اسلامي پراختیایي بانک له رئیس ډاکټر بندرالحجار سره وکتل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ د خبر پاڼې په حواله په دې کتنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې، پرځان بسیاینې، پانګونې او همدارنګه د انکشاف او کرنې برخو کې د همکاریو او افغانستان ته د اوږد مهاله پورونو د ورکړې په اړه بحث او خبرې وشوې.

خبر پاڼه زیاتوي،:” جمهوررئیس غني له افغانستان سره د اسلامي پراختیا بانک د مرستو د قدردانۍ ترڅنګ د یاد بانک له رئیس څخه همکاریو ته د چمتووالي له امله مننه وکړه او د دوی مرستې یې د افغانستان د کرنې، اقتصادي ودې، انکشاف او د عامو خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټورې وبللې”.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.