Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63972
تاریخ انتشار : يکشنبه 3 وږی 1398 ساعت : 19:02:51

د را پورونو پر بنسټ امریکا او طالبانو پر ۱۴میاشتنې موقت حکومت هوکړه کړې

الجزیرې ټلویزون داسي راپور خپور کړی چې له  مخې یې قطر کې د امریکا او طالبانو مذاکراتي ټیمونو په افغانستان کې د ۱۴میاشتنې موقت حکومت، په جوړیدو هوکړه کړې ده.

الجزیره وايي، چې دمګړۍ دواړه خواوې د انتقالي مرحلې په ترڅ کې له افغان حکومت نه د متحده ایالاتو پر ملاتړ بحث کوي.

 امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر دې دمه د دغه خبر په اړه په رسمي توکه غبرګون نه دی ښودلی.

د یاونې وړ دی چې اوس مهال په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان شخړې د حل لپاره د مذاکراتو نهم پړاو جریان لري.

د راپورونو له مخې په دې روان پړاو کې به  د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.