Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63977
تاریخ انتشار : سه شنبه 5 وږی 1398 ساعت : 23:27:43

یمن د عربستان په ملک خالد هوايي اډې باندې د ډرون حمله وکړه

د یمن د پوځ او ولسي مبارز ځواک ډرون یونټ یوځل بیا د عربستان د سویل په عسیر ولایت کښې ملک خالد اډه په نښه کړه.

د ایرنا د خبر له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع بیګا وویل چې په دغه حمله کښې د عربستان د پوځي مخابراتو سیسټم او د جنګي الوتکو ځاله د څو قاصف کی-۲ ډوله بې پایلټه الوتکو د حملې هدف وګرځیده.

یحیی سریع زیاته کړه چې دغه عملیات د تیري ګر ائتلاف د جنایتونو، د یمن د محاصرې د دوام او په دې هیواد باندې د هوايي حملو په ځواب کښې شوې دي چې په تیرو ۱۲ ساعتونو کښې یې شمیر ۴۰ بریدونو ته رسیدلی دی.

د عربستان ملک خالد نومې هوايي ډګر له دې مخکښې هم د یمن د پوځي او ولسي ځواکونو د ډرون حملو هدف ګرځیدلی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.