Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63980
تاریخ انتشار : جمعه 8 وږی 1398 ساعت : 09:37:24

په افغانستان کښې د امریکا ۸۶۰۰ پوځیان پاتې کیږی

زمونږخبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اراده لری له طالبانو سره د موافقې په بڼه کښې په افغانستان کښې اته زره او شپږسوه(۸۶۰۰) پوځیان وساتی.

ټرمپ پرون له فاکس نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل په افغانستان کښې د واشنګټن دپوځیانو شمیر به اته زره او شپږ سوو (۸۶۰۰) ته راکم شی او امریکا به وروسته د راتلونکی په اړه فیصله وکړی خو له طالبانو سره د واشنګټن د موافقې په بڼه کښې به  هم په افغانستان کښې د واشنګټن پوځیان هماغه راز پاتې شی.

طالبانو وړمه ورځ وویل دغه ډله   د یوه(۱) پلان په هکله له امریکا سره د نهایی موافقې په درشل کښې ده چې پراساس یې ټاکل شوی ده دامریکا پوځیان له افغانستان څخه ووځی او په بدل کښې طالبان دغه ضمانت ورکوی چې افغانستان نور د سرزورو ډلو لپاره په امن ځاې نه بدلیږی.

په افغانستان کښې دامریکا او دنورو هیوادونو د عسکرون شتون یوازې د ناامنۍ د ترهګرۍ او دنشه ایزو موادو د تولید دزیاتیدا سبب شوی دی.

دافغانستان ټول خلک او چارواکی د امریکا او دنورو بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتونکی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.