Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63981
تاریخ انتشار : جمعه 8 وږی 1398 ساعت : 09:40:23

د کابل ښاروالي د هوايي ډګر پر سړک د ونو د پرېکولو د تخلف په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړه

د کابل ښاروالي د حامد کرزي هوایي ډګر پر سړک د ونو د پرېکولو د تخلف په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړه.

د کابل ښاروالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د ۱۳۹۸ کال د وږي مياشتې په ۷ نېټه د کابل ښاروالۍ د ښاروال پوهنيار احمد ذکي سرفراز تر مشرۍ لاندې د اميتي شرکت لخوا د ترسره شوي تخلف د تعقيب په موخه اضطراري ناسته ترسره شوه.

خبرپاڼه زیاتويو چې یاد شرکت له کابل ښاروالۍ سره له همغږۍ پرته د امنيتي کمرو د نصب پرمهال ۲۴ ونې د کابل هوايي ډکر د سړک پر مسير پرې کړې وې.

د خبرپاڼې له مخې، په دې جلسه کې د بېلابېلو عدلي او ښاري سکټورونو استازو ګډون کړی و چې په کابل ښاروالۍ کې ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي:
کمېسيون له هر اړخيز بحث او ارزونې وروسته دې پرېکړې ته ورسېدل چې متخلف شرکت بايد د ښاري او مسکن د قانون د شپاړسمې مادې د پنځمې فقرې خلاف کړنه کړې ده او په پايله کې کمېسيون متخلف شرکت د ښاري او مسکن د قانون د اتلسمې مادې د پنځمې فقرې پر اساس په ۵.۷۶ ميليون افغانيو نقدي جريمه مکلف کړ چې د ساحې د اولي اعادې لښګت پکې محاسبه شوی دی.

په همدې حال کې د کابل ښاروالي وایي، چې کابل ښاروالي د ياد شرکت کار په ټپه درولی او همدارنګه د دوی اړوند کانکس اتاق يې له سيمې ليرې او ضبط يې کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.