Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63982
تاریخ انتشار : جمعه 8 وږی 1398 ساعت : 09:44:35

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ټینګار کړی، چې هېواد به یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د افغان پوځ او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې لاروف دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د وږي ۶ مه له خپل هندي سیال سوبراهمانیام جیشنکر سره له کتنې وروسته په یوه خبري ناسته کې کړې دي.

لاروف  ویل، چې روسیه د افغانستان ملي اردو او امنیتي ځواکونو ته وسلې او تجیهزات ورکوي او دغه لړۍ ته به دوام ورکړي.

د هغه په وینا ځکه له افغان ځواکونو سره مرسته کوي، چې دمګړی هغوی په یوازې توګه نه شی کولی د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي نو هلو ځلو ته اړتیا ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې باید دوه ګونی چلند ونه شي ځکه داعش هڅه کوي، د افغانستان په ګدون په بېلا بېلو هېوادونو کې د پښې ځای پیدا کړي.

هغه ویلي، د داعش په اړه یې خطرناک راپورونه تر لاسه کړي او دې ډلې د افغانستان په شمال کې فعالیت زیات کړی او هڅه کوي له افغانستانه د سیمې نورو هېوادونو ته د پله په توګه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی ولادیمیر ورانکوف هم ویلي داعش او حزب التحریر ډله په افغانستان کې د جنګیالیو د جلب و جذب پروسه چټکه کړې ده.

نوموړي د امنیت شورا غونده کې د داعش ګواښونو ته په اشارې ویلي، دغه ډله افغانستان کې ۴ زره سرتېري لري.

هغه ویلي، چې د داعش جنګیالي تر ډېره د افغانستان ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې مېشت دي او سیمې ته د رسېدولپاره د افغانستان له خاورې د پله کار اخلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.