Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63988
تاریخ انتشار : سه شنبه 12 وږی 1398 ساعت : 10:36:05

زلمی خلیلزاد پرون ناوخته له دوحې کابل ته رسیدلی او له ولسمشرغني سره یې کتلي دي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وايي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

د افغانستان ولسمشر د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري نن دوشنبه د «وږې میاشتې پر۱۱مه» امریکا غږ ته ویلي، چې خلیلزاد پرون ناوخته له دوحې څخه کابل ته له رسېدو وروسته له ولسمشر غني سره په ارګ کې کتلي دي.

دا په داسي حال کې دی چې زلمي  خلیلزاد له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو تر ختمیدو وروسته پرون ویلي و، چې ښایي کابل ته ولاړ شي او د سولې په اړه وروستي جزئیات له افغان چارواکو سره شریک کړي.

په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو مذاکرات وړمه شپه د «اګست پر ۳۱مه» نېټه پای ته ورسېدل.

زلمي خلیلزاد د یادو مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته وویل، چې دواړې خواوې د داسې توافق په درشل کي دي، چې تاوتریخوالی به ورسره راکم شي او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره به د خبرو زمینه برابره کړي.

د نهم پړاو خبرو تر پای ته رسیدو وروسته قطر کې د دې ډلې ویاند سهیل شاهین د دې پړاو له خبرو خوښ ښکاریده او پر خپل ټویټر پاڼه یې ویلي و چې د دې پړاو خبرې یې په بریاليتوب سره پای ته رسیدلې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.