Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63989
تاریخ انتشار : سه شنبه 12 وږی 1398 ساعت : 10:38:09

د تیرې شپې په برید کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۱۹ تنه نور ټپیان شوي‌

د کورنیو چارو وزارت کابل کې د تېرې شپې د برید د ځاني‌ تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه کورنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ چې د تیرې شپې په برید کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۱۹ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

تیره شپه د لس بجو شاوخوا کې د کابل د نهمې حوزې اړوند د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو او د برید مسئولیت طالبانو په غاړه واخیست.

طالبانو ویلي‌ دي‌ چې د ګرین ویلیج په نامه د بهرنیانو په کمپ يي ډله ایز برید کړی او د ګن شمیر بهرنیانو د وژلو ادعا کړې ده.

طالبانو ویلی‌ وو چې په ګرین ویلیج يي لومړی د موټر پر مټ ځانمرګی برید وکړ او د موجودو موانعو د له منځه وړو نه وروسته نور برید کوونکي‌ د ګرین ویلیج منځته داخل شول او نښته يي پيل کړه.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا د طالبانو دا ادعا په کلکه رد کړې او ویلي‌ دي‌ چې برید د ګرین ویلیج په سویلی‌‌ دیوار په قابل بای کې د ملکي‌ وګړو د استوګنځایونو ترڅنګ شوی دی.

وزارت ویلي‌ دي‌ چې په سیمه کې پنځه تنه طالبان چې پټ شوي‌ وو او غوښتل يي‌ چې ډله ایز برید وکړي‌ د ملي پولیسو لخوا له پېژندو وروسته له پښو غورځول شوي‌ دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلی‌ دي‌ چې د ګرین ویلیج د کمپ‌ په سلګونو تنه کارکوونکي‌ د ملي‌ پولیسو لخوا په خوندي‌ توګه امن سیمو ته انتقال شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.