Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63999
تاریخ انتشار : شنبه 16 وږی 1398 ساعت : 12:19:41

دوحه کې د طالبانو، امریکایي او قطري چارواکو ترمنځ مذاکراتو په اړه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند څرګندونې

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي د طالبانو سیاسي پلاوي پرون (جمعه، د وږی په ۱۵ مه نیټه) له امرکایي او قطري چارواکو سره ولیدل.

ښاغلي شاهین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:

پرون مو له امریکایې لوري سره دشپي تر دوه نیمو بجو مذاکراتي مجلس در لود او نن ماښام محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې له ډاکتر زلمي خلیلزاد، جنرال میلر او د قطر دبهرنیو چارو له وزیر سره ګډ مجلس در لود.

هغه زیاته کړه، چې دواړه مجلسونه مثبت و او ښه پر مختګ وشو.

نوموړی په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.