Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64002
تاریخ انتشار : شنبه 16 وږی 1398 ساعت : 12:25:50

د امریکا کانګرېس له خلیل‌‌زاد نه وضاحت غوښتی

د امریکا کانګرېس د افغان سولې لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نه غوښتي چې له طالبانو سره د سولې تړون په هکله وضاحت ورکړي.

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سیال ډیموکراټ ګوند په ولسي جرګه کې اکثریت لري، خو د کانګرېس د بهرنیو چارو د کمېټې مشر ایلیټ‌ اېنګل د زلمي خلیلزاد په نوم دا لیک لېږلی دی.

اېنګل په خپل لیک کې زلمي‌ خلیلزاد ته لیکلي، کانګرېس غواړي‌ د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون پر ګټو،‌ زیانونو او احتمالي پایلو پوه شي.‌

په یاد لیک کې زیاته شوې، عام امریکایان او افغانان غواړي وپوهېږي چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ډېپلوماټیکه سټراټېژي څه ده.

په لیک کې وړاندې لیکل شوي، کانګرېس غواړي باوري شي چی امریکا په افغانستان کې د سولې تړون لاسلیکوي،‌ نه د امریکايي ځواکونو د را اېستلو تړون.‌

نوموړي ټینګار کړی، که خلیلزاد له طالبانو سره د سولې هوکړه‌لیک په اړه وضاحت ته حاضر نه‌شي، په رسمي ډول به یې احضار کړي.

په یاد لیک کې راغلي، که «که دا لیک ستاسو د حضور په اړه د ډاډ لپاره بسنه نه کوي، له نورو لارو به کار واخلو، څو دا غونډه پر خپل وخت جوړه شي.»

په لیک کې زیاته شوې، د امریکا د کانګرېس دد بهرنیو اړیکو کمېټې تر دې وړاندې هم دوه ځله زلمی خلیلزاد وربللی و، خو نوموړی یو ځل هم د وضاحت لپاره نه‌دی حاضر شوی.

بله‌خوا افغان حکومت هم دوه ورځې وړاندې له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه‌لیک په اړه وضاحت وغوښت.

ارګ ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک پایلو ته اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکايي او طالب استازیو تر منځ نهم پړاو خبرې هم د بندو دروازو تر شا وشوې او تېره اوونۍ افغان حکومت هم د دغه تړون په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.