Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64003
تاریخ انتشار : شنبه 16 وږی 1398 ساعت : 12:31:18

د احمدشاه مسعود زوی د «مقاومت دوه» په نوم اېتلاف جوړ کړ

د بېلابېلو ولایتونو زرګونو کسانو پرون د «د ملي اتل احمدشاه مسعود له هیلو سره د ژمنې او تړون نوي کولو» په نوم غونډه کې چې په پنجشیر کې د مسعود له قبر سره جوړه شوې وه، برخه واخیسته.

د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود په یاده غونډه کې وویل چې په تېرو څو میاشتو کې یې له ډېرو سیاسي مشرانو سره لیدلي او په پای کې یې پرېکړه کړې چې د «مقاومت دوه» په  نوم اېتلاف جوړ کړي.

 احمدشاه مسعود وايي، دا اېتلاف یې د خپل پلار د هیلو پوره کېدو، د ملي یووالي تامین او د مقاومت د ارزښتونو ژوند کولو، د افغانستان د ازادي او رغاونې، د یوه معتدله اسلامي او ملي یووالي حکومت جوړولو او ټولنیز عدالت د راتلو په موخه جوړ کړی دی.

نوموړی ټینګار کوي چې د ټاکنو د روڼتیا، مدیریت او پایلې په اړه اندېښنه لري او په وینا یې، په اوسنیو شرایطو کې ټاکنې د افغانانو په ګټه نه‌دي.

احمد مسعود زیاتوي، د سولې اوسنی فرصت باید د ټاکنیزو منډو ترړو قرباني نه‌شي. نوموړی د متمرکز نظام جوړښت په هېواد کې یوه ستره ستونزه بولي او هغه د افغانانو یو ستر او خطرناک دوښمن یادوي.

په همدې حال کې یو سیاستوال یونس قانوني وايي چې یاد اېتلاف د بدلون لپاره جوړ شوی دی.

قانوني زیاتوي، د هغې سولې ملاتړ کوي چې په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي. هغه وايي: «له طالبانو سره مو روښانې اړیکې لرلې او هغه سوله او هوکړه چې له موږ پرته وشي، تلپاتې نه‌دي.»

یونس قانوني ټینګار کوي چې د طالبانو مقابل لوری د مقاومت حوزه ده او د امریکا او طالبانو ترمنځ په ټولو نهه پړاو خبرو کې د مقاومت حوزې استازي وو. هغه وايي، په راتلونکې یوه اوونۍ کې به په ډاګه شي چې افغانان د ټاکنو خوا ته ځي که د سولې. قانوني د ټاکنو په پرتله سوله د افغانانو لپاره ډېره په ګټه بولي.

په یاده غونډه کې فضل‌کریم ایماق، ایوب سالنګي، حسین سنجني، ډاکټر ضیا، قاري بابا، حضرت علي او ذوالفقار امید په ترتیب سره د کندوز، پروان، کاپیسا، سمنګان، غزني، ننګرهار او روښنايي غورځنګ استازولي کوله او له دغه اېتلافه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

ویل کېږي په یاده غونډه کې شاوخوا ۱۲ زره کسانو ګډون کړی و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.