Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64006
تاریخ انتشار : دوشنبه 18 وږی 1398 ساعت : 10:29:12

نیواکګر دې ماته ومنی اوله افغانستانه دې ووځی

جواد ظریف روښانه کړې، اسلامی ایران دافغانستان حاکمیّت ته په احترام او دافغانستان د ولس په وسیله د سولې د هریوه بهیر دمالکیّت او لارښونې په ضرورت په ټینګار سره تیار دی، د ګاونډیانو ترڅنګ په یوه سیمه ایز نوښت کې، په افغانستان کې له درستو ښکیلو لورو سره یوې تل پاتې موافقې ته په رسیدو کې د آسانتیاؤ لپاره به هیڅ ډول صادقانه او بې پلوه هڅه ونه سپموی.

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په یولړ څرګندونو کې دافغانستان له اوسنیو حالاتو د بهرنیو دناوړه استفادې په باب په خبرداری ورکولو سره ددغه هیواد له خاورې د ماته خوړلو نیواکګرو د زرترزره وتلو غوښتنه وکړه.نظامیان

 جواد ظریف په افغانستان کې په روانو حالاتو اندیښنه ښودلې او وئیلی ئې دی، دایران له نظره، تیریګر او نیواکګر باید ماته ومنی او زرتر زره دې له افغانستانه پښې سپکې کړی.

 داسلامی ایران خارجه وزیر همداراز په افغانستان کې له ښکیلو درستو لورو وغوښتل زغم ته دې مخه کړی او له وروروژنو دې لاس واخلی او دملی پخلاینې تر رسیدو اود غه راز تر دایمی اووربند دموافقې ترلاسه کولو پورې دې د بې ګناه اوعامو خلکو د وینو له بهولو دې په جدی توګه ډډه وکړی.

 جواد ظریف روښانه کړې، اسلامی ایران دافغانستان حاکمیّت ته په احترام او دافغانستان د ولس په وسیله د سولې د هریوه بهیر دمالکیّت او لارښونې په ضرورت په ټینګار سره تیار دی، د ګاونډیانو ترڅنګ په یوه سیمه ایز نوښت کې، په افغانستان کې له درستو ښکیلو لورو سره یوې تل پاتې موافقې ته په رسیدو کې د آسانتیاؤ لپاره او دغه راز د بې ګناه او عامو خلکو د وینې د بهیدا د مخنیوی لپاره له افغان حکومت او درستو ډلو ټپلو سره مشوره او خبرې اترې وکړی او په دې زمینې کې به هیڅ ډول صادقانه اوبې پلوه هڅه ونه سپموی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.