Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64007
تاریخ انتشار : دوشنبه 18 وږی 1398 ساعت : 10:34:18

له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د درولو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه او د افغان حکومت درېځ

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې په اړه د خبرو اترو د درولو خبر ورکوي، افغان حکومت د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی ګڼي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:
د افغانستان خلک او دولت د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي او د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی ګڼي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې موږ تل ټينګار کړی چې واقعي سوله هله راتلی شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن اعلان وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې یې درولې دي.

ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې غوښتل‎ یې نن یکشنبه په ډېویډ کمپ کې د طالبانو له مهمو مشرانو او د افغانستان له ولسمشر سره محرمانه لیدنه ولري.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې د دې لیدنې د لغوه کولو سربېره له طالبانو سره د خبرو درولو امر هم کړی ځکه چې طالبانو په کابل کې د هغه برید مسؤولیت منلی چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.