Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64008
تاریخ انتشار : دوشنبه 18 وږی 1398 ساعت : 10:36:39

د سولې د خبرو په هکله د ولسمشر ټرمپ پرېکړې ته د طالبانو غبرګون

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې د سولې خبرو اترو په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه د حیرانتیا وړ دی.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر سهیل شاهین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:

 څو ورځې وړاندې مو د امریکایي ټيم سره توافقنامه نهایي کړه، متن یې ددواړو ټيمو د مشرانو له خوا په نښه او دقطر لوري ته وسپارل شو. ټول پرې راضي وو. پدې اتفاق وشو چې دقطر هیواد به یې اعلان کوي.

نوموړی زیاته کړه:
پدې وخت کې ناببره د ولسمشرټرمپ ټویټونه دحیرانتیا وړ او یقیناخپل اعتبار یې زیانمن کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن اعلان وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې یې درولې دي.

ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې غوښتل‎ یې نن یکشنبه په ډېویډ کمپ کې د طالبانو له مهمو مشرانو او د افغانستان له ولسمشر سره محرمانه لیدنه ولري.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې د دې لیدنې د لغوه کولو سربېره له طالبانو سره د خبرو درولو امر هم کړی ځکه چې طالبانو په کابل کې د هغه برید مسؤولیت منلی چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.