Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64009
تاریخ انتشار : دوشنبه 18 وږی 1398 ساعت : 10:39:09

طالبان: د سولې خبرو په لغوه کېدو به امریکا زیان وکړي

وسله‌وال طالبان وايي، امریکا به له دوی سره د سولې خبرو اترو په لغوه کېدو سره زیان وکړي. دې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په تېرو شاوخوا لس میاشتو کې یې له امریکايي استازیو سره ګټورې خبرې کړي او وروستۍ هوکړې ته هم رسېدلي وو، خو دا چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري دا مذاکرات لغوه شول، تر ټولو ډېر زیان به یې همدوی ته ورسېږي او باور به یې زیانمن کړي.

طالبانو زیاته کړې، دوی به په افغانستان کې تر هغې جګړې ته دوام ورکړي چې بهرني ځواکونه نه وي وتلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون شپه د دوو بېلابېلو ټویټونو له لارې د دغه هېواد په کمپ ډېوېډ کې د طالبانو له مشرانو او ولسمشر محمداشرف غني سره لیدنې لغوه کړې.

ټرمپ لیکلي و چې دا کار یې د هغه برید په غبرګون کې کړی چې طالبانو د کابل په شش درک سیمه کې وکړ او له کبله یې د یوه امریکايي په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، طالبان چې د سولې په اوسنیو مهمو خبرو اترو کې اوربند نه‌ کوي؛ نو دا ډله له دوی سره د یوه ښه تړون د لاسلیکېدو وړتیا هم نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت بیا له طالبانو سره د سولې خبرو اترو کولو لپاره ژمنتیا ښودلې او ټینګار یې کړی چې د سولې پر وړاندې اصلي خنډ د طالبانو له لوري د جګړې دوام او د افغانانو په نښه کول دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.