Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64011
تاریخ انتشار : چهار شنبه 20 وږی 1398 ساعت : 22:34:59

ټرمپ خپل د ملي امنيت سلاکار له دندې ګوښه کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار جان بولتڼ له دندې ګوښه کړی. نوموړي د سې‌شنبې په ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دی د بولټن له ډېرو مشورو نه راضي نه و، نو ځکه خو یې له بولټن نه د استعفا غوښتنه کړې ده.

د ټرمپ له ټوېټ نه څو دقيقې وروسته بولټن پر خپل يوه ټوېټ کې وويل، چې د دوشنبې په شپه يې ولسمشر ټرمپ ته خپله استعفا لېږلې وه، خو ټرمپ ورته ويلي و چې په دې اړه به سباته بحث وکړو.

بولټن خبريالانو ته په استول شوي پيغام کې د خپلې استعفا په اړه ويلي، چې د ملي امنيت پر ځينو مسايلو له خپلې دندې لرې شو.

د سپینۍ ماڼۍ د رسنیو سکرترې سټېفني ګریشم هم ویلي، چې ولسمشر ټرمپ د جان بولټن له ډېرو پالیسو سره جوړ نه و او دوی د نظر اختلاف درلود.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جان بولټن د ګوښه کولو پرېکړه وروسته له هغه شوې، چې طالبانو سره د خبرو پر سر د ولسمشر ټرمپ اداره کې اختلافات رامنځته شوي دي.

همداراز ويل شوي، چې د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره سولې د هوکړې د متن هم بولټن ته نه و  ورکړی.

د سپينې ماڼۍ وياند هوگان ګیډلي ويلي، چې اوس مهال يې چارلز کوپرمن د ملي امنيت شورا د سرپرست په توګه معرفي کړی دی.

ټرمپ له بولټن نه مننه کړې او ويلي يې دي، چې نوی سلاکار به راتلونکې اوونۍ معرفي کړي.

جان بولټن له ۲۰۱۸ کال راهيسې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.