Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64012
تاریخ انتشار : چهار شنبه 20 وږی 1398 ساعت : 22:37:23

د مقاومت چورلیز امریکا ته نه تسلیمیږی

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د امریکا او دصهیونیسټ رژیم ددباونو په وړاندې د مقاومت دچورلیز په دریدا ټینګار سره وویل بایکاټ ، بې وزلۍ او لوږه د مقاومت په ارادې کښې هیڅ خنډ نشی رامینځته کولای .

هغه د بیروت په جنوب کښې په «ضاحیه»سیمه کښې د امریکا ولسمشر اود صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر ته په  وینا کښې وویل مونږ د بایکاټونو په شمول له ټولو خطرونو او ګواښونو سره سره د حضرت امام حسین علیه السلام په لاره کښې د قدم دکیښودلو لپاره خپله اراده کلکه کړی ده او ددښمانانو په وړاندې ستر جنګ ته به دوام ورکړو .

د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله د مقاومت دچورلیز په تیره بیا دایران پرضد د امریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ او د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ته به ثابته شی مونږ داسې خلک یوو چې د حضرت امام حسین علیه السلام د لارې په پیروۍ کولو سره هیڅ کلابندۍ  او بایکاټ زمونږ په ارادې باندې اغیز نه شیندی .

هغه د ایران داسلامی انقلاب د معظم رهبر له لارښونو دلبنان دمقاومت پیروۍ ته په اشارې سره وویل نن سبا امریکا ، اسرائیل او دهغوې لاسپوڅی هیوادونه نیت لری زمونږ خیمه او مقاومت چورلیز کلابند کړی خو ددغه خیمې قومندان امام خامنه ای او ددغه خیمې مرکز دایران اسلامی جمهوریت دی چې په کلابندۍ ، لوږې او جنګ سره به تسلیم نشی او مونږ  به د خپلې  وینې تر اخری قطرې پورې دهغوې ملاتړ وکړو .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.