Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64016
تاریخ انتشار : شنبه 23 وږی 1398 ساعت : 12:33:04

په افغانستان کې د داعش پر شتون دملګروملتو اندیښنې

په افغانستان کې د داعش په شتون او په دغه هیواد کې ددغې ترهه ګرې ډلې د نفوذ په پراختیا د ملګروملتو دسرمنشی اندیښنې څرګندول ښئ ،له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په تیرو اتلسو کلونو کې په افغانستان کې دامریکا او ناټو شتون د افراط پالنې په پیزوانی کولو څه خاص اغیزې نه دی شیندلی .

 د ملګروملتو سرمنشی  په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې دشتون په پراختیا  سخته اندیښنه ښودلې .آنتونیو ګوتریش  دملګروملتو امنیت شورا ته په یوه راپور کې وئیلی دی  د تکفیری ترهه ګرې ډلې په ضد د افغانستان د امنیتی ځواک  له عملیاتو سره سره  دغه ترهه ګره ډله په افغانستان کې د خپلو ورانکارو خوځښتونو داحیاء اوزیاتیدا په حال کې ده .

 د ملګروملتوسرمنشی همداراز دستمبر په اته ویشتمه نیټه  دافغانستان د ولسمشرۍ  دانتخاباتو ترسره کیدا ته په اشارې سره،پر درستو وسلوالو ډلو غږ کړی،په انتخاباتو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړی .

 په افغانستان کې  د داعش په شتون او په دغه هیواد کې ددغې ترهه ګرې ډلېد نفوذ په پراختیا د ملګروملتو  دسرمنشی اندیښنې څرګندول ښئ ،له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه  په تیرو اتلسو کلونو کې  په افغانستان کې  د امریکا او ناټو شتون  د  افراط پالنې  په پیزوانی کولو  څه  خاص اغیزې نه دی شیندلی .

 داعش ترهه ګرې ډلې  په سورئې اوعراق کې له درندې ماتې  وروسته  دخپل تمرکز یوه برخه د افغانستان په جغرافیا متمرکزه کړې ده او په تیرو کلونو کې ئې سوکه سوکه په دغه هیواد کې خپل  نفوذ  زیات کړی دی .

 په افغانستان  کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلېاصلی مرکزد ننګرهار ولایت په مرکزیّت سره ددغه هیواد ختیځ دیچې په مختلفو سیمو کې  خپل مرګونی عملیاتله دغه مرکزه پلاناو هدایت کوی .

 دغه تکفیری ترهه ګرې ډلې  خپل ځان  په افغانستان کې د طالبانوډلې تر یوه اصلی سیال حده لوړ کړی دی  او دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په تیره بیا په کابل کې دترهه ګروعملیاتو په ترسره کولو سره هڅه کوی،داسې وبریښوی چې دافغانستان په تر ټولو امنیت لرونکی ښارکې  اغیزشیندونکی ورانکار قدرت لری .

 په افغانستان کې د طالبانو په یوه جدی سیال باندې د داعش  بدلیدو ته په پام سره ، ددغو دواړو ډ لو نښتېاو ښکیلیدا هم  په دغه جنګ ځپلی هیواد کې د ناکراریو اوتاؤتریخوالو یوه نوی څپه  حسابیږی .

طالبان چې  په افغانستان کې دسیاسی قدرت  د ترلاسه کولو لپاره جنګیږی،داعش ددغه شاان هدف ته درسیدو لپاره یوستر ګواښ ګڼی او په همدې دلیل ئې دداعش دکنټرولولو او ددغې ډلې دکمزوری کولو باندې تمرکز کړی دی .

په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې  دحملو د زیاتیدا په باب د  ملګروملتو  د سرمنشی څرګندونو ددغه واقعیّت یوه برخه لازیاته ښکاره کړې ده ، چې  دسیمې او له سیمې  ورآخوا ځینی لوبغاړی  دخپلو سپیروموخو د پرمخ بیولو لپاره  له داعشه  استفاده کوی اوپه همدې دلیل تر دې دمه  امریکا او ناټو له دغې ډلې سره دمقابلې  په باب دخپل کړچار په باب هیڅ راپور  نه دی خپور کړی .

 د افغانستان پشمول په بیلابیلو هیوادونو کې د داعش په راپنځولو او پراخولو کې د  امریکا او دهغې دمتحدانو پر  رول سربیره ،  له درستو ترهه ګرو ډلو سره د جامعې مبارزې لپاره د یوه جدی پلانونې اوسټراټژۍ  نه شتون او دغه راز  له طالبانو ډلې سره پر مقابلې  ددغه هیواد دحکومت تمرکز ، د داعش دفعالیتونو دزیاتیدا د علتونو یوه برخه ده .

 داسې ښکاری ، دافغانستان حکومت  سره له دې چې  له طالبانو سره پر مقابلې تمرکز لری ،  دځینو ارزونو په اساس ،  داعش ډله کوم سټراټژیک  ګواښ نه ګڼی  او په همدې دلیل  ددغې ډلې  دکنټرولولو لپاره  څه خاص پروګرام هم په ایجنډا کې نه لری .

 د یوه بل ترڅنګ  ددغو عواملو شتون   لامل شوی ،څو  په افغانستان کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  فعالیتونه  سوکه سوکه زیات شی  او  په دغه هیواد کې د ددغې جنایتکارې ډلې مرګونی حملې  دناکراریو لړۍ نوره هم پراخه کړی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.