Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64018
تاریخ انتشار : شنبه 23 وږی 1398 ساعت : 12:36:19

د افغانستان طالبان سل کاله نور جنګ کولای شی

زمونږخبریال وایی په قطر کې د افغانستان د طالبانو دسیاسی دفتر درې (3)کسیز پلاوی د روسیی له چارواکو سره د افغان سولې د خبرو په اړه د سلا مشورې لپاره مسکو ته رسېدلی دی.

که څه هم طالبانو رسماً مسکو ته د خپل پلاوی‌ د تلو خبره نه ده تائید کړې،‌ خو د اسوشیټډ پرېس په شمول  یو شمېر نورو رسنیو مسکو ته د طالب پلاوی د رسېدو خبره کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین ویلی دی  په پلاوی کې د طالبانو مشر مرکچی شیر محمد عباس ستانکزی،‌ پخپله سهیل شاهین او یو(1) بل مشر هم شامل دی.

په اسلام اباد کې هم یوې(1) باوری سرچینې ویلی چې قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر یوه(1) غړی مسکو ته د طالب پلاوی‌ د تللو خبره تائید کړې ده.‌

د رپوټونو له مخې دغه پلاوی پرون  د افغانستان لپاره د روسی ولسمشر ولادمیر پوتین له ځانګړی استازی ضمیر کابلوف سره هم کتلی دی.

سهیل شاهین سرچینو ته ویلی، د رامنځ ته شوی حالت په اړه به د ده  په  خبره له خپلو اتحادیانو او ملګرو سره سلا مشورې وکړی.

بل لور ته د قطر په دفتر کې د طالبانو مشر مرکچی شېر محمد عباس ستانکزی د روسیې له (ار ټی) خبری شبکې سره په یوه مرکه کې ویلی، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته لېواله دی،‌ خو که امریکا جنګ ته دوام ورکول غواړی نو طالبان سل(100) کاله نور هم جګړه کولی شی.

ښاغلی‌ ستانکزی وویل، امریکایان پخپله اعتراف کوی چې په تېرو اونیو کې یې ګڼ شمېر طالبان وژلی، خو بل لور ته د یوه (1)امریکایی عسکر د وژل کېدو په پلمه د سولې خبرې دروی.

هغه  وویل، که امریکایان ګڼ شمېر طالبان وژلی شی نو بیا طالبان هم حق لری چې له دوی نه یو(1) دوه کسان ووژنی.

د امریکایانو او طالبانو ترمنځ‌ د سولې د خبرو له ناڅاپی ختمېدو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې طالب پلاوی له قطر نه بهر یوه(۱) بل هېواد ته سفر کوی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.