Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64019
تاریخ انتشار : شنبه 23 وږی 1398 ساعت : 12:37:23

په افغانستان کښې ۱۰۰۰ طالبان وژل شوی دی

ولسمشر اشرف غنی پرون په کابل کښې په یوې(۱) غونډې کښې وویل په تیرو اوو (۷) ورځو او په قطر کښې د امریکا او دطالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو له بندیدا وروسته د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې دحکومتی عسکرو په عملیاتو کښې د طالبانو زر (۱۰۰۰) کسان وژل شوی او ددغو طالبانو د وژل کیدا مسول ددغه ډلې سیاسی مشران دی .

اشرف غنی وویل دافغانستان پوځیان  همدا اوس د طالبانو ډلې او دترهګرو پرضد خپلواکه عملیات ترسره کوی او اته نوی (۹۸) فیصده عملیات د بهرنیو عسکرو له ګډون پرته کوی.

له بلې خوا په قطر کښې دطالبانو ډلې دسیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل نوی پیغام کښې وویل طالبان د« بین الافغانی» خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره چمتو دی په دې شرط چې لومړۍ دافغانستان د نیواک مسله حل شی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.