Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64020
تاریخ انتشار : شنبه 23 وږی 1398 ساعت : 12:39:53

کندهار کې یوه نفوذي پولیس خپل ۱۲ ملګري په ډزو وژلي

کندهار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وویل، تېره شپه شا‌ولي‌کوټ ولسوالۍ کې یوه نفوذي پولیس خپل ۱۲ ملګري په ډزو وژلي او وسلې يې له ځان سره وړي او تښتېدلی دی.

د ياد ولايت د امنيې قوندانۍ وياند جمال ناصر بارکزی یوازې پېښه تاییدوي؛ خو د جزياتو په اړه  وايي، چې سيمې ته يې يو پلاوی لېږلی او له رسنيو سره به نور جزيات وروسته شريک کړي.

د سرچینې په وينا، ياد پولیس له تېر یو کال راهیسې په دغه امنیتي پوسته کې دنده درلوده.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.