Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64021
تاریخ انتشار : شنبه 23 وږی 1398 ساعت : 12:41:17

عبدالله د ارګ حکم وځنډاوه

اجراييه رياست بهرنیو چارو وزارت کې د ولسمشر محمد اشرف غني هغه فرمان رد کړ، چې له مخې يې د دې وزارت د کړنو او د کارکوونکو د ګمارنو په  اړه د څېړنو امر شوی و.

د ملي يووالي حکومت اجراييه رياست د يوه فرمان په صادرلو سره ويلي، دې لپاره  چې اوسمهال د ولسمشريزو ټاکنيزو سيالۍ روانې دي، بهرنيو چارو وزارت کې د د حکم عملي کول دې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې وځنډول شي او د ټاکنو له پايلو وروسته دې د وخت حاکم دولت په دې اړه لازم اقدام وکړي.

په دې فرمان کې چې په ټولنيزو رسنيو  کې لاس په لاس کېږي، ويل شوي، د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاینونو پرمهال د بهرنیو چارو وزارت د څېړنې اقدامات د ټاکنيزو مبارزو پر وخت د داسې يو فرمان صادرول د ټاکنيزو سياليو موخې نه پرته بل څه نه دي.

د اجراييه رياست فرمان د سنبلې په ۱۴مه نېټه خپور صادر شوی، يعنې نږدې ۲۰ ورځې وروسته  د ولسمشر له فرمان نه وروسته، چې د بهرنيو چارو وزارت د تورونو د څېړنو په اړه خپور شو.

ولسمشر غني د څېړنو دا فرمان هغه مهال صادر کړ، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې (میک) د بهرنيو چارو وزارت پر ګمارنو او بهر ته د دې وزارت د کارکوونکو د لېږلو په تړاو د فساد راپور خپور کړ.

له فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې یا مېک راپور چې د روان کال د اسد مياشتې په ۱۶مه نېټه خپور شو، ويل شوي وو، د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماټیکو او د قونسليو کارکوونکیو د لېږلو او ګومارلو بهیر سیاسي نفوذ او لاسوهنو سخت اغېزمن کړی دی.

د دې کمېټې مسوولانو ويلي وو، د بهرنیو چارو وزارت ۴۰ سلنه کارکوونکي په نارسمي توګه د اړیکو له مخې ګومارل شوي دي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت بيا دا راپور ناسم، يو اړخيز، سياسي او له غرضه ډک وباله.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ټینګار کوي، چې د بهرنیو چارو وزارت د نظارت په اړه د ولسمشر غني فرمان دې پلی شي.

د ولسمشر وياند صدیق صديقي رسنيو ته ويلي، چې د ولسمشر حکم بايد عملي شي او ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې چې ولسمشرۍ ته يو نوماند وي لومړی ولسمشر دی او د حکومت د کړنو د مخته وړلو مسووليت هم لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.