Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64025
تاریخ انتشار : يکشنبه 24 وږی 1398 ساعت : 19:00:05

ایران: د امریکا دزیات دباوسیاست زیاتو دروغو ته ګروهمن شوې دې

د عربستان د ارامکو په تیلی تاسیساتو د یمن د ولسی کمیټیو او پوځ په بی پایلیټه الوتکو په حملې پسې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو په تازه ادعا کی ایران د دغې حملې مسول وباله

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی د امریکایی چارواکو ایرانی ضد ادعا په غبرګون کی وویل د امریکا دزیات دباوسیاست  زیاتو دروغو ته ګروهمن شوې دې .

د عربستان د ارامکو په  تیلی تاسیساتو د یمن د ولسی کمیټیو او پوځ په بی پایلیټه الوتکو په حملې پسې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو په تازه ادعا کی ایران د دغې حملې مسول وباله .

ښاغلی موسوی جوته کړه دغه دول څرګندونې او اقدامات زیاتره په راتلونکی کی د اقداماتو لپاره د زمینه جوړولو په خاطر د یوه هیواد د څیرې د خرابولو په لړ کی د استخباراتی ادارو پلانونو ته ورته دی .

ښاغلی موسوی د دې خبرې په کولو سره چی کابو پینځه کاله کیږی چی سعودی ایتلاف په یمن په بیا بیا حملو او د جنګی جنایتونو په ترسره کولو سره  په سیمه کی د جنګ شعلی بلې ساتلی دی ، زیاته کړه یمنیانو ښودلی ده چی د جنګ او تیری په وړاندی مقاومت کوی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.