Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64026
تاریخ انتشار : يکشنبه 24 وږی 1398 ساعت : 19:01:13

افغان حکومت د جوبایډن په څرګندونو غبرګون ښودلی دې

د ایرکا له راپور سره سم په دې غبرګون د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، له نړیوالو تمه لري چې د افغانستان یو پارچه توب ته درناوی وکړي او په افغانستان کې د پایداره ثبات د طرحو ملاتړ وکړي.

افغان حکومت د امریکا د ولسمشرۍ د نوماند جوبایډن په هغو خبرو توند غبرګون ښودلی چې افغانستان یې په دریو نه یوځای کېدونکو ټوټو ویشل شوی بللی او ویلي یې وو لا هم د افغانستان درې ختیځ ولایتونه د پاکستان ترنفوذ لاندې دي .

د ایرکا له راپور سره سم په دې غبرګون د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، له نړیوالو تمه لري چې د افغانستان یو پارچه توب ته درناوی وکړي او په افغانستان کې د پایداره ثبات د طرحو ملاتړ وکړي.

 د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، پاکستان د افغانستان په هیڅ برخه ولکه نلري .

صدیق صدیقي زیاته کړه، که نړیوال د افغانستان مسئله حلول وغواړي نو یوازنۍ لاره یې افغاني حل لاره ده چې دوی یې باید ملاتړ وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.