Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64029
تاریخ انتشار : يکشنبه 24 وږی 1398 ساعت : 19:05:26

د کابل په ګډون د ۱۲ ولايتونو وارداتي برېښنا پرې شوه

برېښنا شرکت په يوه اعلاميه کې افغانستان ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا د مزو د پرې کېدو خبر ورکوي. د ياد شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله‌والو طالبانو د بغلان په عسقلان سيمه کې د کابل په ګډون د ۱۲ ولايتونو د وارداتي برېښنا مزي پرې کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، سيمې ته د برېښنا شرکت کارکوونکي رسېدلي او هڅه کوي ډېر ژر بېرته مزي وتړي.

د وسله‌والو طالبانو له لوري دا مزي په داسې حال کې پرې کېږي، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې طالبانو د بغلان په پلخمري ښار بريد وکړ، چې اوس هم د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د دې ولايت په ځينو سيمو کې جګړې روانې دي.

ويل کېږي په دې نښتو کې د بغلان له ۲۰۰ ډېر اوسېدونکيو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.