Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64030
تاریخ انتشار : يکشنبه 24 وږی 1398 ساعت : 19:06:27

عبدالله: د ولسمشر هر حکم چې کمپایني بڼه ولري، د منلو نه‌دی

اجراییه رییس او ولسمشري ټاکنو ته یو نوماند عبدالله عبدالله چې د خپلو ټاکنیزو سیالیو په لړ کې د کابل ده‌سبز ولسوالي ته تللی و وايي، د ولسمشر هر حکم چې کمپایني اړخ ولري، د منلو نه دی.

عبدالله عبدالله وايي، که د ولسمشر کړنې او حکمونه چې ټاکنیزه بڼه لري، نور هم دوام پیدا کړي، خلک به مدني خوځښتونو ته راوغواړي.

اجراییه رییس وايي، ولسمشر د تبلیغاتو لپاره حق نه لري چې څوک ممنوع‌الخروج یا ممنوع‌الدخول کړي.

د اجراییه رییس په خبره، د خصوصي برخې د مسوولانو ګواښل چې د ولسمشر غني ټاکنیز ټیم سره نه‌دي یوځای شوي، د زغملو وړ نه دي.

عبدالله وايي، ولسمشر محمداشرف غني په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخلي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، د عبدالله ادعا ناسمه ده او ولسمشر اشرف غني د رڼو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی او هېڅکله له دولتي امکاناتو ګټه نه اخلي.

د صدیقي په خبره، غني د دې ترڅنګ چې د ولسمشرۍ ریاست ټاکنو ته نوماند دی؛ ولسمشر هم دی او اړتیا ده چې د حکومتولۍ چارې پر مخ یوسي.

عبدالله په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تر دې مخکې هم د ولسمشري ټاکنو ته یو شمېر نورو نوماندانو، مدني فعالانو، ټاکنیزو کمېسیونونو او د امریکا سفارت د دې لپاره چې په ټاکنیزو سیالیو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخیستل کېږي، نیوکه کړې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.