Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64031
تاریخ انتشار : يکشنبه 24 وږی 1398 ساعت : 19:07:56

د سابون په بدل کې رايه؛ بدخشان کې ټاکنيزې سيالۍ

د بدخشان ولايت يو شمېر اوسېدونکي او د دولت جوړوونکي ټاکنيزې ډلې د رقيبې ډلې مسوولان وايي، له څو ورځو راهيسې د بدخشان ولايت په ځينو ولسواليو کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکی ټيم مېرمنو ته سابونونه او جامې وېشي تر څو د ټاکنو په ورځ د دوی ټيم ته رايه ورکړي.

د شهدا ولسوالۍ اوسېدونکې فريده سلام‌وطندار ته وايي، تېره ورځ چې د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم په يوه غونډه کې ښځو ګدون کړی و، د يادې ډلې له لوري ورباندې سابونونه ووېشل شول.

بدخشان کې د ثبات او همپالنې د ټيم مرستيال حبيب الله محشر وايي، دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د دولت جوړوونکې ټاکنيزه ډله له دولتي امکاناتو په ګټې اخيستنې د لرې ولسواليو اوسېدونکيو ته نقدې پیسې، سابون او جامې وېشلې دي.

د نوموړي په وينا، دولت جوړوونکی ټيم د ټاکنو قانون پرخلاف له دولتي امکاناتو نه په ګته اخيستنې، د سابون او کاليو پر وېشلو د بدخشان د سرحدي ولسوالیو او د شهدا، بهارک او جرم ولسوالیو د خلکو باور ترلاسته کړ.

د محشر په وينا، همدا تېره اوونۍ هم د يادې ډلې مسوولانو د زېباک ولسوالۍ هر قومي مشرانو ته پنځه  زره افغانۍ ووېشلې.

د هېواد په شمال ختيځ کې د دولت جوړوونکي ټاکنيزې ډلې مسوول امين الله پاميري د يادو ادعاوو په رد سره  وايي، چې دوی تر اوسه خلکو ته  هېڅ شی هم نه دي وېشلي.

د نوموړي په وينا، دوی يوازې په مرکزي دفتر کې مراجعينو يو قلم او کتابچه ورکوي.

بدخشان کې د ټاکنو  د شکاياتو د کمېسيون رييسه صالحه فرخاري وايي، رايه ورکوونکو ته د هر ډول څيزونو وېش د ټاکنو د قانون پر خلاف دي او که چېرې په دې اړه شکايت وشي، دوی به يې په اړه رسېدنه وکړي.

د فرخاري په وينا، د قانون په هېڅ ځای کې د اشياوو وېشل نه دي راغلي او نه هم تر اوسه دوی د څيزونو د وېشلو په اړه کوم معلومات ترلاسه کړي.

بدخشان کې د ټاکنو  د شکاياتو د کمېسيون رييسه زياتوي، که چېرې دا لړۍ دوام ومومي او د کاندیدانو لګښت له معمول نه لوړ شي، نو قانوني چلند به ورسره  وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.