Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64035
تاریخ انتشار : دوشنبه 25 وږی 1398 ساعت : 17:41:56

د افغانستان ټولو ولایتونو ته د ټاکنو مواد لېږدول شوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د هېواد ټولو ولایتونو ته د ټاکنو حساس او غیر حساس مواد لېږدول شوي دي .

نصرت رحیمي چې تیره ورځ ( یکشنبه د سنبلې ۲۴) د حکومت د رسنیو اطلاعاتي مرکز کې خبریالانو ته خبرې کولې وويل، چې راتلونکو څو ورځو کې به ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټاکنو د امنیت لپاره وټاکل شي، او د لومړۍ درجې احضاراتو کې به شتون ولري.

رحیمي وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت په تړاو جدي امنیتي تدابیر نیول شوي او ۲۰ تر ۳۰ زره نور امنیتي ځواکونه به هم د  امنیت د تینګښت په موخه زیات شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند خلکو، د ولسمشرۍ نوماندانو او د ټاکنو کمیسیون ته ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به له هر ډول امکاناتو په ګټه اخیستو،د ټاکنو  امنیت ټینګوي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ډاډ ورکړ، چې د دښمن پر وړاندې عملیات روان دي تر څو رڼې او ټول شموله ټاکنو ته زمینه برابره شي.

 د سیمیز ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند هم وویل چې له ټولو والیانو او ولسوالانو وغوښتل شو، چې د ټاکنو له کمیسیون سره په همکارې له هر ډول امکاناتو دريغ ونکړي، او تر څنګ يې سیمیزو ادارو ته هم خبرداری ورکول شوی چې ټاکنو کې له لاس وهنې ډه ډه وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسون ویاند له امنیتي او دفاعي ځواکنو څخه مننه وکړه چې د ټاکنو حساس او غیر حساس مواد يې ولایتونو ته ولېږدول او زیاته یې کړه چې له دوو ورځو راهیسې د مواد د لېږد لړۍ د ولایتونو له مرکز څخه د ولسوالیو مرکزونو ته پیل کړې.

ښاغلي ابراهیمي وویل تر اوسه ۸۷ ملي او نړیوالو بنسټونو ته له ټاکنو د څار په هدف اعتبار نامې ورکړل شوي دي، له ۸۰ زرو ډیر ناظرین ثبت شوي،۸۳ زره د کمیسیون ارشد کارکونکي او ارشد زدکړیالانو د انتخاباتو زدکړې پیل کړي، نږدې ۱۰۰ زره د کمیسیون کارکونکي په زدکړو بوخت دي. ابراهیمی ډاډ ورکړ چې د ټاکنو د خپلواک کمیسون د تلې شپږمه د ټاکنو ورځې ته پوره چمتووالی لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.