Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64040
تاریخ انتشار : سه شنبه 26 وږی 1398 ساعت : 17:34:19

ایران ته د طالب استازیو سفر او د سولې خبرو بیاپیلېدو لپاره هڅې

په قطر کې د طالب استازیو غړي شېرمحمدعباس ستانکزي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غوښتي چې د سولې خبرې اترې بیا پیل کړي.

نوموړي له بي‌بي‌سي سره په یوه مرکه کې ویلي چې له امریکا سره د سولې هوکړه‌لیک تر لاسلیک وروسته تیار دي له یاد هېواد سره اوربند وکړي.

ډونالډ ټرمپ په کابل کې د طالبانو له هغه خونړي برید وروسته چې له کبله یې د یوه امریکايي په ګډون، ۱۲ کسان ووژل شول، له طالبانو سره د سولې خبرې اترې لومړی ودرولې او بیا یې لغوه اعلان کړې.

خو شېرمحمدعباس ستانکزي د امریکا له ولسمشر نه غوښتي چې د خپلې شوې پرېکړې په اړه بیا فکر وکړي او د سولې مذاکراتو مېز ته راوګرځي.

ستانکزي زیاته کړې، که امریکا د سولې خبرو ته حاضر نه‌شي او جګړې ته دوام ورکړي؛ نو «پر طالبانو جګړه تحمیل شوې او اړ دي چې له ځانه دفاع وکړي.»

په همدې حال کې د طالبانو یو پلاوی پرون تهران ته تللی او هلته یې له ایراني چارواکیو سره لیدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د دغه دفتر څلور غړي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال عبدالسلام رحیمي په مشرۍ ایران ته تللي او هلته یې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.

شاهین لیکلی، دواړو لوریو په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې حل‌لارو، د ایران د اقتصادي پروژو پلي کېدو او د سولې په تړاو وروستیو بدلونونو په اړه بحث کړی دی.

د روسیې د «تاس» په نوم یوه خبري اژانس د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی و چې د طالبانو پلاوی مسکو ته ورغلی دی.

دغه اژانس د سهیل شاهین له قوله لیکلي و چې د طالبانو استازي د جمعې په ورځ مسکو ته رسېدلي او هلته یې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لغوه شوې خبرې باید له سره پیل شي. د یاد وزارت د ویاند په وینا، طالبانو مسکو ته د خپل سفر پر مهال ورته ویلي چې له امریکا سره د خبرو اترو بیا پیلېدو ته تیار دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.