Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64041
تاریخ انتشار : سه شنبه 26 وږی 1398 ساعت : 17:35:25

ولې غني له عبدالله سره ګډې مبارزې ته حاضر نه‌شو؟

ولسمشر محمداشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله او همدارنګه د ۱۳۹۸ کال ولسمشري ټاکنو ته دواړه نوماندانو تېر پنځه کاله له لوړو او ژورو ډک شراکت درلود او په دغې موده کې دواړو له فرصت نه په ګټې اخیستو پر یو بل نیوکې کړې دي.

خو د ټاکنیزو سیالیو په رارسېدو سره دغه نیوکې او یو د بل په نښه کول تر بل هر وخته زیاتېږي.

ټاکل شوې وه چې تېره شپه محمداشرف غني او عبدالله عبدالله یوه ګډه ټلوېزیوني مناظره ولري، خو په وروستیو دقیقو کې ولسمشر غني په یاده مناظره کې له ګډون ډډه وکړه.

د اریانا ټلوېزیون یو مسوول شریف حسنیار له سلام‌وطندار سره په خبرو کې یویلي، یوه میاشت وړاندې یې د واک د دوو شریکانو او سیالانو ترمنځ د مناظرې جوړولو لپاره مناظره پلان کړې وه او په دغې موده کې یې د دولت جوړونکي او ثبات او همپالنې ټیمونو له رهبري سره څو ځله لیده کاته کړي دي.

د حسن‌یار په وینا، د دغو لیدنو په پایله کې دواړو ټیمونو په مناظره کې ګډون ته چمتووالی وښود او د مناظرې ترسره کېدو په ورځ هم د ولسمشر ځانګړي ساتونکي د مازدیګر له پنځو بجو راهیسې د دغې رسنۍ په ودانۍ کې حضور درلود.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې د ولسمشر غني د شپې ډوډۍ هم د مناظرې ځای ته لېږدول شوې وه، خو په وروستیو شېبو کې ښاغلي غني په دغې مناظره کې له ګډون نه ډډه وکړه.

حسنیار زیاتوي، د دواړو خواوو د غوښتنې او د غني له ټینګار سره سم ټاکل شوې وه چې ګډونوالو نه کومه پوښتنه وا نه‌خیستل شې، خو ولسمشر غني بیا هم په دغې مناظره کې ګډون و نه کړ.

خو دولت جوړونکي ټیم په یوې اعلامیه کې ویلي، د ثبات او همپالنې ټیم د افغانستان ژغورلو په اړه کوم پروګرام او جدي او جامع نظر نه‌دی مطرح کړی او تر هغې چې عبدالله له خلکو سره خپل پروګرامونه او لیدلوري شریک نه کړي، دوی دغه مناظره ځنډوي.

د دغې مناظرې له جوړېدو څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني سلاکار شاه‌حسین مرتضوي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې یوه پوښتنه مطرح کړې وه او ویلي یې و چې عبدالله عادت لري په نوي‌یمه دقیقه کې تکتیکي شاتګ وکړي.

خو د مرتضوي د تمې خلاف ولسمشر غني په مناظره کې ګډون و نه کړ.

د دې ترڅنګ د ټولنیزو شبکو ځینې کاروونکي هم د غني په نه موجودیت کې د مناظرې له پیل نه تر اوسه په پرله‌پسې توګه فېسبوکي پوسټونه کوي او تر ټولو جالب یې هغه لقبونه دي چې ورکوي یې.

د ټولنیزو شبکو یوه کاروونکي لیکلي: «پخوا به چې کوم کس خپل سیال ته ډګر خوشې کړ، بګیل ورته ویل کېده.» بل لیکلي: «زموږ برېښنا راغله، خو غني مناظرې ته را نه‌غی.» او همدارنګه زیاتره کاروونکیو په خپلو لیکنو کې د «فراري بابا» کلمه کارولې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.