Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64042
تاریخ انتشار : سه شنبه 26 وږی 1398 ساعت : 19:02:21

موسوی په افغانستان کی له ټولو لورو سره د تهران د سلاومشورو په دوام ټینګاروکړ

په افغانستان کی له ټولو لورو سره د تهران د پراخو سلا ومشورو په چوکآت کی په وروستیو کی د طالبانو ډلې یوه سیاسی پلاوی ایران ته په سفر سره له اړونده ایرانی چارواکو سره په افغانستان کی د وروستیو روانو بدلونونو په اړه خبری اترې کړی دی

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی نن د خبریالانو په ټول کی  ایران ته د طالبانو ډلې د پلاوی د سفر په اړه د دغه خبر د تاییدولو په ترڅ کی وویل په افغانستان کی له ټولو لورو سره د تهران د پراخو سلا ومشورو په چوکآت کی  په وروستیو کی  د طالبانو ډلې یوه سیاسی پلاوی ایران ته په سفر سره له اړونده ایرانی چارواکو سره په افغانستان کی د وروستیو روانو بدلونونو په اړه خبری اترې کړی دی .

په قطر کی د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوی هم تازه ویلی دی چی د عبدالسلام حنفی په مشرۍ د دغې ډلې یوه پلاوی تهران ته په سفر سره د افغانستان د سولې د خبرو اترو په اړه له ایرانی چارواکو سره خبرې اترې کړی دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.