Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64043
تاریخ انتشار : سه شنبه 26 وږی 1398 ساعت : 19:04:11

اشرف غنی وویل اوربند د سولې لومړنې شرط دې

ولسمشر ټینګار کړی چې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه ده او افغان حکومت به ورته د رسېدو لپاره د ولسوالیو او کلیو په کچه ټول افغانان منسجم کړي.

 ولسمشر اشرف غني نن سهار د علماو شورا له غړو سره په لیدنه کې ویلي، د سولې د پروسې مالکیت به د افغان حکومت په لاس کې وي او اوربند به پکې اساسي شرط وي.

 له ارګه په دې اړه افغان رسندویو ته په استول شوې بیانیه کې د اشرف غنی  له قوله راغلی چې په انډونیزیا او مکه مکرمه کې د افغان علماو دریځ نیونه د دې سبب شوه چې سولې ته شرایط اماده شول.

ولسمشر اشرف غنی ټینګار کړی چې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه ده او افغان حکومت به ورته د رسېدو لپاره د ولسوالیو او کلیو په کچه ټول افغانان منسجم کړي.

ولسمشر غني په داسې حال کې سولې لپاره د اوربند شرط اعلان کړی چې تر ده وړاندې یې ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې حکومت تر ټاکنو پورې د سولې هلې ځلې ځنډولې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.