Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64045
تاریخ انتشار : شنبه 30 وږی 1398 ساعت : 11:19:42

د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتم دور طوفان هریرود لوبډلې وګاټه

د افغانستان د فوتبال اتم پړاو د غوره لیګ سیالیو پای لوبه د شاهین آسمايي او طوفان هریردو ترمنځ ماښام مهال پیل او تر سره شوه.

طوفان هریرود لوبډله بریالۍ شوه، چې د ۰-‍۱ په وړاندې شاهین آسمايي لوبډلې ته ماته ورکړي او د غوره لیګ د دغه پړاو د سیالیو اتلولي خپله کړي.

د لوبې په لومړۍ نیمه کې دواړه لوبډلې د ګول وهلو له چانسه بې برخې وې او لوبه صفر د صفر په وړاندې پای ته ورسیده.

د لومړي نیمايي په اضافي وخت کې حاتم شیردل وتوانید، چې ګول ووهي او د اتلولۍ جام له کابل څخه یو ځل بیا د هېواد لویدیځ ته ولیږدوي.

د یادونې ده، چې د هرات خلک د خپلو اتلانو د بري لپاره سړکونو ته راووتل او دغه بریایې له خوشحالیو ډکه ونمانځله.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.