Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64047
تاریخ انتشار : شنبه 30 وږی 1398 ساعت : 11:29:38

جمهوررئیس غني: تحمیلي جنګ د ډیورنډ د دواړو غاړو ولسونه زيانمن کړي

ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام له پښتونخوا، کوټې او بهرنیو هیوادونو څخه افغان امن نړیوال کنفرانس ته راغلو پوهانو او سیاستوالو سره په دلګشا ماڼۍ کې وکتل.

پیل کې عطاالله خان حیران او له پښتونخوا څخه راغلی د نیشنل عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان جمهوررئیس غني ته د امن نړیوال دوه ورځنې کنفرانس او د یاد کنفرانس په بېلابېلو کمېټو کې د جنګ د لاملونو، د هغه د له منځه وړلو او د سولې د تامین په اړه د شویو بحثونو په هکله معلومات ورکړل.

اسفندیار ولي خان په ټينګار سره وویل، د سولې مذاکرات باید د افغان دولت په مالکیت ترسره شي. نوموړي د سولې په برخه کې د جمهوررئیس د هلو ځلو درناوی او منندويي وکړه.

ولسمشر غني یادو مېلمنو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، جنګ حدود نه لري، ځکه چې تحمیلي جنګ د ډیورنډ دواړو غاړو ته ولسونه متضرر او د ښځو او ماشومانو په ګډون مشران قرباني شوي او لا هم هره ورځ قرباني کېږو.

جمهوررئیس زیاته کړه، روان جنګ د ثبات، هوساینې او انکشاف اصلي مانع دی، نو د ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه او خلک باید د باعزته او تلپاتې سولې لپاره دغه جنګ او بحران ته د پای ټکی کېږدي. د هیواد جمهوررئیس وویل، اسلام اباد ته په وروستي سفر کې یې پاکستاني مقاماتو ته ویلي که پاکستان غواړي چې له فقر، د انرژۍ له کمبود او نورو ناخوالو څخه ځانونه وژغوري، نو باید افغانستان ته د دوستۍ صادقانه لاس ورکړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې په عمل بدلې کړي.

جمهوررئیس وویل، د ډیورنډ کرښې هغه غاړه د پښتنو لیکوالو، پوهانو او څېړونکو اثار به په افغانستان کې چاپ او خلکو ته د ګټه اخیستنې لپاره په واک کې ورکړل شي. هغه زیاته کړه، زموږ د ورورۍ غېږ تل پرانیستې او د اوسنیو ستونزو د حل لپاره باید موږ او تاسو په ګډه لاس پکار شو، ځکه سوله زموږ ټولو مهمه غوښتنه او لومړیتوب دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.