Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64049
تاریخ انتشار : شنبه 30 وږی 1398 ساعت : 12:49:16

خلیلزاد له طالبانو سره د سولې په اړه کانګرېس ته مالومات ورکړل

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا کانګرېس ته له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په اړه مالومات ورکړل.

د ټیډ هو په نوم د کانګرېس یوه غړي په‌دې غونډه کې ویلي، د خلیلزاد له څرګندونو داسې ښکارېده چې یاد مذاکرات به بېرته پيل شي.

نوموړي زیاته کړې، دی په ځینو برخو، لکه د افغانستان دولت، د ښځو حقوق، زېربیناوو او د پوهنې د بهیر په برخه کې د خلیلزاد له ځوابونو نه خوښ دی.

تر خلیلزاد وروسته د سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازي الیس وېلز هم د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په اړه ویلي، په تېرو لسو میاشتو کې د افغان سولې په اړه مهم پرمختګونه شوي دي، خو په وینا یې، لا هم په افغانستان کې هغه ترهګر شته چې امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

نوموړې ویلي، امریکا له طالبانو سره له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر وتلو هوکړه نه کوي، بلکې پر داسې هوکړې کار کوي چې د بین‌الافغاني خبرو له لارې جګړه ختمه شي.

خلیل‌زاد داسې مهال له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په اړه کانګرېس ته مالومات ورکړل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کابل کې د طالبانو د موټربم برید په غبرګون کې چې د یوه امریکايي په ګډون، ۱۲ افغانان په‌کې ووژل شول، له طالبانو سره خبرې لغوه کړې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.