Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64051
تاریخ انتشار : شنبه 6 تله 1398 ساعت : 16:52:44

ډنیس کنکوف باز محمد مبارز په ګونډو کړ

باز محمد مبارز د افغانستان د آزادو(فري فايټ) لوبو لوبغاړي، تیره شپه له خپل روسي سیال ډنیس کنکوف نه ماته وخوره.

باز محمد مبارز تیره شپه خپل روسي سیال سره په داسې حال سيالۍ ترسره کړه چې، له څلور میاشتو را په دېخوا ټایلنډ کې په تمریناتو بوخت وو، او دغې سیالې ته يې چمتووالی نیولی وو.

بازمحمد مبارز له سيالې مخکې شپږ کیلو وزن کم کړ، تر څو د وزن کولو پر وخت يې وزن له خپل سیال سره برابر وي، چې له لوبې مخکې پر خواله رسنیو په خپاره شوو انخورونو کې د مبارز حالت سم نه ښکاریدو.

مبارز درې رونډه لوبه ترسره کړه، او د نمرو د کمښت له امله يې لوبه خپل سیاله ته وبایلله. له  دې مخکې هم ډنیس کنکوف دوه نور افغان لوبغاړو ته ماته ورکړې وه، چې له هغه ورسته د مبارز له چلنج سره مخ شو او ډنیس کنکوف د مبارز چلنج ومانه او په پایله کې مبارز ونشو کولای چې د خپل دوه نورو افغان لوبغاړو غچ واخلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.