Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64052
تاریخ انتشار : شنبه 6 تله 1398 ساعت : 16:54:19

اشرف غني او عبدالله عبدالله رايې ورکړې

ولسمشر محمداشرف غني او اجرايه رييس عبدالله عبدالله نن سهار د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړل او خپلې رايې يې وکارولې. محمداشرف غني خپله رايه په اماني لېسه کې ورکړه او عبدالله عبدالله بيا په د نادريې عالي لېسه کې خپله رايه ورکړه.

ولسمشر غني له رايې ورکولو وروسته د ټاکنو په اړه په لنډه وينا کې ټاکنې د جمهوريت د ساتلو يو اصل ياد کړ او زياته يې کړه چې د ټاکنو د بوديجې عمده برخه دولت ورکړې ده.

نوموړي نن ورځ يوه تاريخي ورځ ياده کړه او له نړيوالو يې وغوښتل چې له ولسمشرۍ ټاکنو څارنه وکړي.

ولسمشر غني په ټينګار سره وويل چې په ټاکنو کې هېڅ  درغلي نه مني او که چېرې درغلي وشي جرم دی.

نوموړی په ټاکنو کې تقلب جزا لرونکی جرم ګڼي او له  خلکو غواړي چې د درغليو مخه ونيسي.  

اشرف غني وايي، د ټاکنو کمېیسيون کمېشنران د ولسمشرۍ نوماندانو له لوري ټاکل شوي او په دې  برخه کې يې هېڅ مداخله نه ده کړې. ولسمشر سولې ته په اشارې دا پروسه د خلکو لومړيتوب ياده  کړه.

عبدالله عبدالله هم د رايې ورکولو پرمهال طالبانو ته په خطاب کې وويل چې د بې‌ګناه خلکو ګواښول د طالبانو ناتواني ده.

د نوموړي په وينا، افغانان سولې ته ژمن دي او طالبان د يوې منل شوې پروسې ته د خبرو مېز ته حاضر شي.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ته يو شمېر نور نوماندانو هم د رايې ورکولو مرکزونو  کې خپلې رايې ورکړې.

ولسمشرۍ  ته نوماند رحمت‌الله نبيل د کابل په  شش درک سيمه کې د رايې ورکولو په يوه  مرکز کې رايه ورکړه.

ولسمشرۍ ته نوماند محمدحکميم تورسن هم د کابل په تايمني سيمه کې خپله رايه وکاروله.

همداراز لطیف پدرام هم نادريې لېسه کې خپله رايه وکاروله. د ولسمشرۍ په دې پړاو ټاکنو کې ۱۳ نوماندان ولسمشرۍ څوکۍ لپاره سيالي کوي.

په دغو ټاکنو کې ۱۸ کسانو ولسمشري ته ځانونه نومولي وو، خو زلمی رسول، نورالحق علومي، شیدامحمد ابدالي او محمدابراهیم الکوزی د محمداشرف غني په ګټه تېر شول او حنیف اتمر بیا د هېچا په ګټه له نوماندۍ تېر شو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.