Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64053
تاریخ انتشار : شنبه 6 تله 1398 ساعت : 16:56:01

شېبه په شېبه د افغانستان ټاکنې


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رای‌ورکولو بهیر په رسمي ډول پای ته ورساوه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولانو نن مازدیګر پنځه‌نیمې بجې د یوې خبري غونډې پر مهال د رای‌ورکولو پروسه په رسمي ډول پای ته ورسوله. د دوی په وینا، یوازې هغه مرکزونه به پرانستې وي چې رای‌ورکوونکي ورته په لیکو کې ولاړ وي او د هغوی له پای ته رسېدو سره سم به ټول مرکزونه وتړل شي.

د دغه کمېسیون رییسې حوا علم نورستاني وویل، ۹۸ سلنه ټاکنیزو مرکزونو ته د بایومټریک دستګاوې رسېدلې وې او افغان ځواکونو هم نږدې د ټولو مرکزونو بشپړ امنیت نیولی و.

نوموړې وویل، په ټوله کې دا پروسه په ښه توګه پر مخ لاړه، خو په ځینو ولایتونو کې ځینې ستونزې شته چې په وینا یې، په پوره ژمنتیا به دا مسایل تعقیب او وارزوي.

د ټاکنو کمېسیون مسوولانو وویل چې نورې شمېرې او جزیات به له راټولېدو وروسته له رسنیو سره شریک کړي.


لا تر اوسه په ۹۰۱ مرکزونو کې د رايې ورکولو پروسه هېڅ پيل شوې نه ده
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولان وايي، په ټول هېواد کې ۴۰۴۱ مرکزونو کې د رايې ورکولو پروسه روانه ده. د ياد کمېسيون  وياند عبدالعزيز ابراهيمي نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل، ياد کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په ټول هېواد کې ۴۹۴۲ د رايې ورکولو مرکزونه چمتو کړي وو، چې له ډلې يې په ۴۰۴۱ مرکزونو کې دا پروسه روانه ده.

د نوموړي په وينا، د مخابراتي شبکو بندېل لامل شوي چې د ۹۰۱ مرکزونو له پرانيستلو او بندوالي نه معلومات ونه لري.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رييس حبیب‌الرحمن ننګ وايي، له دې وړاندې چې له امنيتي ارګانونو نه يې معلومات ترلاسه کړي وو، ۵ زره او ۳۷۳ مرکزونو نه ۴۳۱ مرکزونه تړل شوي پاتې دي او له يو شمېر مرکزونو سره د مخابراتي شبکو د نه فعاليت له کبله اړيکه نه لري.


د رای‌ورکولو بهیر له ۳ بجو نه د مازدیګر ۵ بجو ته وغځېده
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حواعلم نورستاني په یوه خبري غونډه کې وویل، د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک لا هم په ټاکنو کې د ګډون لپاره را روان دي او کمېسیون د دې لپاره چې د رایې له ورکولو بې‌برخې نه‌شي، دا موده یې دوه ساعته نوره هم وغځوله.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې د رای‌ورکولو پروسې موده د سهار له ۷ نه د ماسپښین تر ۳ بجو پورې ټاکلی وه.


کابل کې د المان سفارت د رايې ورکولو پر مرکزونو د طالبانو بريدونه غندلي
کابل کې د المان سفارت پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه ليکلي « موږ د رايې ورکولو، رايه ورکوونکيو او د رايې ورکولو د مرکزونو پر کارکوونکيو د طالبانو بريدونه په کلکه غندو.»

المان سفارت پر خپل ټوېټ کې زياته کړې، د يوې ډيموکراټيکې پروسې مخنيوی او  ملکيانو ته زيان رسول په  هېڅ ډول د منلو وړ کار نه دی.


جوزجان کې ټاکنې
د جوزجان امنيې قومندان عبدالواحد وجدان وايي، د دې ولايت په درزاب او قرقين ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د نښتې له کبله د رايې ورکولو هېڅ مرکز نه دی پرانيستل شوی. د نوموړي په وينا، دا نښتې له تېرې شپې رهيسې پيل شوي او تر اوسه دوام لري.

وجدان زياتوي، اوسمهال د جوزجان په مرديان، فیض‌اباد او اقچه کې هم جګړه روانه ده.

له دې سره په جوزجان ولايت کې د سلام‌وطندار خبريال وايي، شبرغان ښار کې د رايې ورکولو په مرکزونو کې د سړيو په پرتله د ښځو ګډون ډېر دی.

رحمت‌الله نبیل، حکیم تورسن او لطیف پدرام هم رایې وکارولې

د ولسمشري ټاکنو نوماند رحمت‌الله نبیل نن د کابل په شش درک سیمه کې د رای‌ورکولو یوه مرکز ته ورغی او خپله رایه یې وکاروله.

په همدې حال کې یو بل نوماند محمدحکیم تورسن هم د کابل په تایمني سیمه کې خپله رایه وکاروله.

دغه راز لطیف پدرام هم د نادریې لېسې ته ورغی او خپله رایه یې وکاروله.

محمداشرف غني او عبدالله عبدالله خپلې رایې وکارولې.

څو شېبې مخکې ولسمشر محمداشرف غني د کابل اماني لیسې ته لاړ او خپله رایه یې وکاروله.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د نادریې لېسې ته لاړ او خپله رایه یې وکاروله.

په هرات کې د رای‌ورکولو پروسه نن سهار اووه‌نیمې بجې پیل شوه.

د هرات والي د خپلې رایې له کارولو وروسته په دغه ولایت کې د ټولو رای‌ورکوونکیو د امنیت ټینګښت ډاډ ورکړ او له خلکو یې وغوښتل چې په پوره ډاډ سره خپلې رایې ورکړي.

په همدې حال کې د هرات امنیه قوماندان امین‌الله امرخېل وویل چې طالبانو له بېګاه شپې راهیسې د دغه ولایت په کشک‌کهنه، کشک‌رباطسنګي، ګلران او د کهسان په ځینو برخو کې د ټاکنو پروسې د ګډوډولو لپاره هڅې پیل کړي، خو په وینا یې، امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

د نوموړي په وینا، طالبانو د هرات په ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو فعالیت بند کړی دی.

د هرات د ټاکنو ولایتي کمېسیون رییس داوود صدیق‌زاده وايي چې په دغه ولایت کې د ۳۰۰ ټاکنیزو مرکزونو له ډلې، ۲۴۳ یې پرانستې او ۲۱ نور چې په لویو لارو کې دي، د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له کبله یې په اړه معلومات نه‌ لري.

د نوموړي په وینا، په پشت‌کوه او زېرکوه ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له کبله ټاکنې نه کېږي.

ملګري ملتونه: په ټاکنو کې د تاوتریخوالي او درغلیو لپاره ځای نشته.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر ټاکنیزو مرکزونو، کارکوونکیو او رای‌ورکوونکیو برید د منلو نه دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشري ټاکنو د رای‌ورکوونکیو پروسه نن د تلې میاشتې په شپږمه، سهار اووه بجې پیل کړه.

د ټاکنو کمېسیون د شمېرو له مخې، د ۵ زرو او ۳۷۳ ټاکنیزو مرکزونو له ډلې ۴ زره او ۹۲۸ یې د ټول هېواد په کچه پرانستې دي، خو ۴۴۵ نور یې د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي دي. ټول‌ټال ۹ میلیونه او ۶۰۰ زرو افغانانو په دغې پروسه کې نوملیکنه کړې ده.

په دغو ټاکنو کې ۱۸ کسانو ولسمشري ته ځانونه نومولي وو، خو زلمی رسول، نورالحق علومي، شیدامحمد ابدالي او محمدابراهیم الکوزی د محمداشرف غني په ګټه تېر شول او حنیف اتمر بیا د هېچا په ګټه له نوماندۍ تېر شو.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ټول هېواد په کچه یې ۷۲ زره امنیتي سرتېري د ټاکنو پروسې د امنیت خونديتوب لپاره ګومارلي دي.

افغانستان نن د تلې په شپږمه په خپل تاریخ کې د ولسمشري څلورم ځل ټاکنې تجربه کوي. د رای‌ورکولو پروسه نن سهار اووه بجې پیل شوه او د ماسپښین تر درې بجو به دوام وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.