Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64057
تاریخ انتشار : شنبه 6 تله 1398 ساعت : 17:18:30

ګلبدین حکمتیار په بې سټېکره تذکره رایه ورکړه

په داسې حال کې، چې د رایې ورکولو لپاره پر تذکره یا پېژندپاڼه د سټېکر شتون د رایې ورکولو اساسي شرط دی، خو د ولسمشرۍ یوه نوماند ګلبدین حکمتیار په بې سټکېره تذکرې رایه ورکړې ده.

د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې نن شنبې د تلې شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو د رایې ورکولو د بهیر له پیل سره سم ګلبدین حکمتیار حبیبیې لېسې ته ولاړ او خپله رایې وکاروله.

حکمتیار په داسې حال کې خپله رایه وکاروله، چې په تذکره یې سټېکر، چې د رایې ورکولو اساسي شرط دی نه و او ویې ویل، چې خپلې ټولې کورنۍ ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د ټاکنو لپاره خپلې تذکیرې سټکېر کړي.

حکمتیار په خپلو خبرو کې و ویل، چې سټېکر درغلیو ته زمینه برابره کړې ده.

نوموړی په داسې مهال په بې سټېکره تذکره رایه ورکوي، چې همدا اوس د کابل په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې هغه کسانو ته چې په تذکره یې سټېکر نه دی وهل شوی، د رایې ورکولو اجازه په هېڅ صورت نه ورکول کېږي.

ان په ځینو سیمو کې خو د درغلیو د مخینوي په موخه هغه کسانو ته لا اجازه نه ورکول کېږي، چې په تذکره یې سټېکر شته خو یا یې په سیستم کې نوم نشته او یا هم د نوملړ پر کاغذ باندې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر ټاکنو وړاندې په وار وار خبرداری ورکړی و، هغه کسان چې په تذکره یې سټېکر نشته په هېڅ صورت نه شي کولی رایه ورکړي او په وینا یې که رایه ور هم کړي باطله ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.