Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64058
تاریخ انتشار : شنبه 6 تله 1398 ساعت : 17:22:37
د ټاکنو کمېسون ته د لطیف پدرام خبرداری!

که د ټاکنو بهیر همداسې روان وي او اصلاح نه شي پایله یې نه منم

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالطیف پدرام د رایې ورکولو پر مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون او شکایتونو کمېسیون ته خبردرای ورکړی، چې که د ټاکنو بهیر په همدې شکل روان وي او اصلاح نه شي پایلې یې ورته د منلو نه دي.

د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې پدرام چې نن شنبې د تلې ۶ مه یې کابل کې د رایې ورکولو په یوه مرکز کې رایه وکاروله، و ویل، چې په ځینو سیمو کې ګڼې ستونزې دي، چې د ټاکنو بهیر او پایلې یې تر سوال لاندې راولي.

نوموړي و ویل، چې په ځينو ولایتونو کې د رایې په مرکزونو کې د بایومتریک سیتسم کار نه ورکول، یا هم پر دغه سیتم د ټاکنو کمېسیون د ګومارل شویو کسانو نه پوهېدل، هغه ستونزي دي، چې ټاکنې تر سوال لاندې راولي.

دغه راز هغه و ویل، چې په ځينو مرکزونو کې د رایه ورکوونکو په نوملړ کې ستونزې هغه څه دي، چې خلک یې له مشکل سره مخ کړي او په ځینو ځایونو کې دغه ستونزو درغلۍ ته لار هوار کړې.

پدارم د بېلګې په توګه د بدخشان ولایت نوم واخیست، چې د همدې ستونزو له امله په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه برېښي او درغلۍ ته لار برابره شوې.

ده و ویل، په ځینو مرکزونو کې بایومتریک سیتسم کار نه کوي، او په ځینو مرکزونو کې بیا دغه سیستم ته د کمېسیون ګمارل شوي کسان نه پوهېږي، په داسې حال کې، چې کمېسیون نوماندانو ته ډاډ ورکړی و، چې بایومتریک کاروونکي یې ښه ټرېن کړي دي.

د ولسمشرۍ دغه نوماند زیاته کړه که څه هم ستونزه شته خو په وینا یې دغه ستونزې یې له کمېسیونونو سره شریکه کړې او تمه ده، چې ډېر یې حل کړي.

خو خبرداری یې ورکړ، چې که کمېسیون دغه ستونزې پر وخت حل نه کړي او د ټاکنو بهیر په همدې شکل دوام وکړي، نو دوی ته به یې پایلې د منلو نه وي.

پدارم دا هم و ویل، چې د نوماندانو ګډه شورا به د ټاکنو په تړاو د ورځې او دغه بهیر په پای کې په ټول کې د ټاکنو په اړه خپل دریځ اعلان کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.