Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64061
تاریخ انتشار : شنبه 6 تله 1398 ساعت : 18:28:23

د ټاکنو پرمهال پرله‌پسې چاودنې

د ولسمشرۍ ریاست ټاکنو له ترسره کېدو سره جوخت یو شمیر ولایتونه د ناامنیو او چاودنو شاهدان وو؛ د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د چاودنو په پایله کې ۲ کسه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، د څلورو چاودنو په پایله کې چې د جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې شوي یو کس وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي.

د کونړ ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو او د لغمان الینګار ولسوالۍ کې د لږېدلیو راکېټونو پایله کې یو ماشوم وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

ورته مهال د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وویل چې طالبانو په کندوز ښار د هاوان ۶ مرمۍ توغولي چې د تلفاتو په اړه یې دقیقې شمېرې نه لري.

خو د کندوز د عامې روغتیا رییس محمد احسان فضلي وايي، له نن سهار تر اوسه ۲ پوځیان او ۱۵ ملکي وګړي په دې ولایت کې ټپیان شوي دي.

له کندهار نه رارسېدلي راپورنه ښيي چې په یوه لاسپیکر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکيو توکيو د چاودنې به پایله کې ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ په بدخشان ولایت کې د ټاکنو د رایه اچوونې په یوه مرکز د طالبانو د برید په پایله کې یو پولیس وژل شوی دی.

د بغلان سیمه‌يیزو چارواکيو ویلي چې په دې ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله  ۱۰ تنه ملکیان او ۳ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

امنیتي چارواکيو ویلي چې د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې څو مقناطیسي ماینونو چاودنه کړې چې تلفات یې نه لرل.

طالبانو مخکې تر دې د خبرپاڼې په خپرولو سره ګواښ کړی و چې دا ډله د ټاکنو بهیر ګډوډوي او د رایه اچوونې مرکزونه به تر برید لاندې ونیسي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.