Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64064
تاریخ انتشار : يکشنبه 7 تله 1398 ساعت : 12:42:07

عطا محمد نور: دویم پړاو ته د تګ اړتیا نشته، ځکه بریالی ټیم معلوم دی

عطا محمد نور د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګونډ اجرايي رئیس، د ټاکنو د رای اچونې له بهیر وروسته پر خپل فېسبوک پانه د ټاکنو په هکله خپل نظر خپور کړ.

ښاغلي نور ټاکنو کې د خلکو ګډون او د ولسواکۍ د بریا مبارکي خلکو ته وړاندې کړه، عطامحمد نور وايي” له ستونزو سره _ سره  زه خلکو ته د ګډون او ولسواکۍ بریا مبارکي وایم”.

ښاغلی نور پرته له دې چې د کوم ټیم یا نوماند نوم واخلي وايي، لومړني مالومات د یو نوماند بریا ښيي، نو دویم پړاو ته د ټګ اړتیا نشته.

هغه وویل، هغه کسان چې د بحران د زیږېدو په تمه ناست دي، او مخکې له مخکې د ټاکنو پایلې ته مني، او واټنونو ته د خلکو د راایستلو فکر پر سر لري، تر څو اجرايیه څوکې ته ورسیږي، دغه ډول فکر دې له سره لرې کړي، ځکه دا ځل اجراییه چوکې شتون نلري، افغانستان یو اساس پړاو کې دی، او خلک د بحران حوصلې نلري. ښاغلی نور ټاکنو کې د حنیف اتمردې ټیم غړی  وو، خو د حنیف اتمر د ټاکنیز ټيم له پاشېدو ورسته، په ښکاره ډول یې له کوم نوماند ملاټړ اعلان نکړ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.