Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64065
تاریخ انتشار : يکشنبه 7 تله 1398 ساعت : 12:50:04

جوزجان؛ طالبانو د درزاب ولسوالي مرکز نيولی

د جوزجان د ولايتي شورا غړی حفیظ الله ندرت وايي، طالبانو د درزاب ولسوالۍ او امنيې قومندانۍ نيولي دي.

ندرت وويل، امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې په څو کيلومټرۍ کې ځای پرځای شوي دي او اوسمهال د دواړو لوريو ترمنځ  نښته روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د جوزجان والي لطف الله عزيزي خبرداری ورکړی و چې طالبان هڅه کوي ياده ولسوالۍ ونيسي.

د درزاب اوسېدونکي د يادې ولسوالۍ وضعيت يو  لوی ناورين بولي او وايي چې طالبانو لسګونه  دوکانونه سوځولي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د جوزجان امنيتي مسوولان په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.