Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64066
تاریخ انتشار : يکشنبه 7 تله 1398 ساعت : 12:56:18

د سعودي پاچا ځانګړی ساتونکی جنرال عبدالعزيز الفغم وژل شوی

د سعودي رسنۍ وايي، د پاچا سلمان بن عبدالعزيز ځانګړی ساتونکی جنرال عبدالعزيز الفغم جده ښار کې د شخصي شخړې پر مهال له ټپي کېدو وروسته وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.

جنرال عبدالعزيز الفغم به تل له پاچا سره و، د هغه تر ټولو نږدې او باوري ساتلونکی و.

د سعودي «عکاظ» ورځپاڼې ليکلي، د جنرال عبدالعزيز د وژنې په اړه کره معلومات تر اوسه هم نه دي ترلاسه شوي، خو ويل کيږي، چې نوموړی له يوه پخواني ملګري سره له لفظي شخړې وروسته وژل شوی دی.

د هغه جنازه به نن يکشنبه په مسجد الحرام کې ادا کېږي.

جنرال عبدالعزيز الفغم نږدې دېرش کاله د پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزيز ساتونکی و، خپل لوړې زده کړې يې په پوځي برخه کې ترسره کړې وې، د ملي پوځ لوړپوړی جنرال و، له تېرو څو کلونو راهيسې د شاهي ماڼۍ په ځانګړي ګارډ کې دنده ترسره کړې و او په ۲۰۱۷ کال د پاچا سلمان بن عبدالعزیز له لوري د جنرال رتبه ورکړل شوه.

ويل کيږي، چې جنرال عبدالعزيز الفغم د نړۍ په کچه د غور ساتونکي لقب ګټلی و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.