Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64068
تاریخ انتشار : سه شنبه 9 تله 1398 ساعت : 16:03:27

په نجران کښې د «نصر من الله» عمليات آل سعود ته د يمنيانو يو لوے ګوزار

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د سعودي په نجران کښې د نصر من الله عملياتو په ترسره کولو سره آل سعود ته زيات انساني او غېر انساني تاوانونه اورسول.

نصر من الله. عمليات چې د سعودي په خلاف د يمنيانو ترټولو ستر عمليات وو له مختلفو اړخونو څېړل کېدې شي.

وړومبنے ټکے دا دے چې دغه عمليات په زمکه باندې ترسره شول. د اګست له وړومبۍ نه د ستمبر تر څوارلسمې يعنې د سعودي په خلاف په پينځه څلوېښت ورځو کښې درې ستر هوائي عمليات ترسره شول. په داسې حال کښې چې د آل سعود تمرکز د آسمان په امنيت او د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو له هوائي حملو سره په مقابله کولو باندې ؤ، دا ځل پرې له زمکې حمله اوشوه. د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو زمکني عمليات د دې ښودونکي دي چې يرغلي توانمني او قابليت يې يوازې تر هوائي عملياتو نه محدوديږي بلکه زمکنے قوت يې حتی څو چنده زيات دے. د دغه زياتوالي يوه نښه هغه زياته اندازه زيانونه دي چې په دغو عملياتو کښې سعودي ته رسېدلي دي.

نو په دې بنياد په دغو عملياتو کښې دويم ټکے آل سعود ته د رسېدلو زيانونو اندازه ده چې انساني او غير انساني تاوانونه پکښې شامل دي. له انساني لحاظه د يمن د فوځ د وياند جنرل يحيی سريع د وېنا له مخې د دښمن په زرګونو ځواکونه تسلم شوي او د سعودي د فوځ د يو شمېر فوځي قوماندانانو او افسرانو په شمول د سلګونو تنو په اسارت کښې راتلل دي.له مادي او غېر انساني لحاظه له دې سره سره د دښمن درې بريګېډونه په کامله توګه دړې وړې شول د سلګونو فوځي او زغره والو ګاډو په شمول ګڼ شمېر وسلې د غنيمت په توګه اونيولې شوې.

دويم ټکے د عملياتو د ترسره کېدو له جغرافيا سره اړوند دے. دغه عمليات په نجران صوبه کښې ترسره شوي دي. نجران، عسير او جيزان درې يمني صوبې دي چې سعودي په ۱۹۳۰ لسيزه کښې اجاره کړې وې خو په دوام کښې دغه درې واړه صوبې د سعودي په جغرافيا کښې شاملې کړې شوې دي. اوس هم يمنيانو په نجران صوبه کښې په سلګونو کيلوميټره پرمختګ کړے دے او کنټرول يې په اختيار کښې اخېستے دے. په حقيقت کښې يمني ځواکونو د نجران په عملياتو سره آل سعود ته دا پېغام ورکړے دے چې د يمن په خلاف د جنګ نه بندولو په صورت کښې له سعودي څخه د درې واړو يمني صوبو د بېرته نيولو امکان موجود دے. دا يوه داسې سناريو وه چې په بُقيق و خُريص کښې په آرامکو تاسيساتو له يمني ډرون حملو وروسته او له جنګ بندۍ سره د سعودي د مخالفت په صورت کښې يې رامنځته کېدنه اټکل کېده.

څلورم ټکے دا دے چې نصرمن الله عملياتو وښودله چې يمنيان د آل سعود په خلاف د لوبې ګڼ شمېر پاڼې لري او هر اقدام چې کوي د آل سعود په خلاف له مخکښيني اقدام نه زيات ستر وي. د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د اګست په وړومبۍ ڼېټه الدمام عمليات ترسره کړل چې د سعودي په خلاف ترټولو ستر توغنده اي عمليات وو، د اګست په اولسمه نېټه د اماراتو د پولې په لس کېلوميټرۍ کښې د سعودي په الشيبه تاسيساتو باندې په لسو ډرون الوتکو سره حمله وکړه چې تر دغه وخته پورې ترټولو ستر ډرون عمليات وو، د ستمبر په څوارلسمه نيټه يې هم په بُقيق او خُريص کښې په آرامکو تاسيساتو باندې په لسو ډرون الوتکو سره حمله وکړه چې د سعودي د تېلو پنځوس فيصده پېدا وار يې په ټپه اودروۀ او زيات اقتصادي زيانونه يې په ځان پسې ولرل.که څه هم نصر من ا... نومې عمليات د اجرا د شکل او زمکني والي له لحاظه د آرامکو په خلاف عملياتو سره فرق لري خو د ستروالي له لحاظه د آرامکو په خلاف له عملياتو زيات ستر دي. نو په دې بنياد دا هيله لرلې شوو چې د سعودي په خلاف د يمنيانو وروستے اقدام به له نصر من الله عملياتو نه لا ستر وي.

وروستے ټکے دا دے چې د سعودي په خلاف د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو ټول فوځي اقدامات ښودنه کوي چې يمنيان د جنګ په پينځم کال کښې په سعودي باندې د برياليتوب کوشش کوي، هم هغه ډول چې د انصارالله مشر عبدالمک الحوثي د پينځم کال د شروع کېدو په موقع وعده کړې وه او اعلان يې کړے ؤ چې پينځم کال په جنګ کښې د کاميابۍ کال دے.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.