Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64072
تاریخ انتشار : سه شنبه 9 تله 1398 ساعت : 16:10:19

مسلمیار: له بایومټریک پرته رایې به یې «پر پلار وشمېرم»

د مشرانو جرګې رییس فضل‌هادي مسلمیار په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو ښکته پورته کېږي ویلي: «دوستان وايي چې د ټاکنو کمېسیون رییسې ویلي چې له بایومټریک پرته رایې نه شمېرل کېږي، پر پلار به یې وشمېرم»

په همدې حال کې د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم اېزدیار وايي، ټاکنیز کمېسیونونه باید تورې رایې له سپینو هغو بېلې کړي او یوازې بایومټریک شوې رایې د باور وړ دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حواعلم نورستانۍ پرون اعلان وکړ چې له بایومټریک پرته رایې د باور وړ نه دي او باطلې به شي. د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله هم ویلي چې د ټاکنو کمېسیون باید یوازې هغه رایې وشمېري چې بایومټریک شوې دي.

د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه داسې مهال وشوې چې وسله‌والو طالبانو د ټاکنیزو مرکزونو د نښه کولو ګواښ کړی و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.