Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64073
تاریخ انتشار : سه شنبه 9 تله 1398 ساعت : 16:11:15

نبیل: ټاکنې دويم پړاو ته ځي، وړاندوینې مه کوئ!

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبيل نن کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل، د ټاکنو د اعلانولو يوازينۍ مرجع د ټاکنو کمېسيونونه دي او مخکې له وخته پرېکړه د ټاکنو د قانون خلاف عمل دی.

د نوموړي په وينا، ټاکنې په  لومړي پړاو کې ګټونکی نه لري او د ټاکنو کمېسيونونه  دې د دويم پړاو ټاکنو  ته چمتووالی ونيسي.

نبيل زياتوي، هغه ټيمونه چې ځان ګټونکی ګڼي بايد په دې پوه شي چې رايې يې تقلبي دي او بحران ته لار برابروي.

نوموړی همدراز وايي، يو شمېر ټاکنيزو ټيمونو يوه رايه نږدې ۲۰۰ امريکايي ډالرو باندې اخيستې  ده او زياته يې کړه چې يوه ټاکنيز ټيم د ټاکنيزو سياليو پرمهال ۱۷۵ ميليونه ډالره مصرف کړي دي.

نبيل وايي، کمېسيون  بايد سپينې او تورې رايې سره  بېلې کړي او زياته يې کړه چې د ټاکنو په ورځ د خلکو کم ګډون د ملي يووالي د حکومت پر مشرانو کلکه څپېړه ده.

نوموړي همداراز د ټاکنو کمېسيون  مسوولانو ته په خطاب  کې وويل چې دوی بايد خپل له لاسه تللی باور بېرته ترلاسه کړي.

د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنې له امنیتي ګواښونو سره سره په نسبي امنيت کې ترسره شوې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.