Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64077
تاریخ انتشار : چهار شنبه 10 تله 1398 ساعت : 17:12:30

د افغانستان د طالبانو پلاوی نن پاکستان ته ورځی

زمونږ خبریال وایی دافغانستان د طالبانو ویاند سهیل شاهین په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه (۱) پیغام کښې وویل ددغه ډلې یو(۱) پلاوی به د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ نن اسلام اباد ته سفر وکړی .

دا د  افغانستان د سولې د خبرو اترو له ماتی خوړلو وروسته د سیمې هیوادونو ته د طالبانو د پلاوی د سفر اخری تم ځای دی .

سهیل شاهین وویل د طالبانو پلاوی به په اسلام اباد کښې د پاکستان له چارواکو سره د مهمو موضوګانو په هکله خبرې وکړی .

دویلو ده چې دافغانستان دطالبانو پلاوی له دې مخکې روسیې ، چین او ایران ته سفرونه کړی وو .

دغه راز د افغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم پرون له طالبانو سره د سولې د خبرواترو د بیا پیلولو په اړه د پاکستان له حکومتی او پوځی مشرانو سره د کتنې لپاره اسلام اباد ته رسیدلی دی .

په امریکا کښې ډیپلوماټیکې سرچینې وایی پاکستان هڅه کوی چې دطالبانو مشر ملا عبدالغنی برادر له زلمی خلیل زاد سره د مکمنه کتنې لپاره  نن  له قطر څخه اسلام اباد  ته راولی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.